|
د ملي ائتلاف د موخو لنډيز
بسم الله الرحمن الرحیم
د ملي ائتلاف د موخو لنډيز
سريزه :
د نړيوالې ټولنې په مرسته د ملي مقاومت بري په هېواد کې يو نوى څنډ پرانست . د افغانستان ولس د لنډمهالې ادارې،انتقالي حکومت،د بېړنۍ لويې جرگې جوړول،د اساسي قانون تصويب او د جمهوري رياست او ولسي جرګې د ټولټاکنو پړاوونه په نسبي بريا سره تېر کړل .
د قانون له مخې د درې ګونو قواوو تر رامنځ ته کېدو وروسته تمه وه،چې د ولسواکۍ،ملي ارادې او قانونمند نظام د جوړولو لپاره زمينه چمتو شوې واى؛خو رياستي نظام او د يو وګړي په لاس کې د ټولو دولتي صلاحيتونو تمرکز،د ټولنيز درز او د دولت او ولس ترمنځ د بې اعتمادۍ لامل شوى دى . ددې سياست دوام ددې ترڅنګ،چې د قانون واکمني کمزوروي او د نظام د مشروعيت کړکېچ رامنځ ته کوي،د هېواد د پراختيا او پرمختګ بهير هم ټکنى کوي او د دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ تفاهم هم ټکنى کوي .
ولسواکي او د قانون واکمني بې د فعالو سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو له ونډې ناشونې ده او دا هغه چار دى،چې د حکومت مشري يې په کلکه له پلي کېدو مخنيوى کوي .
د"تغيير او اميد" ملي ائتلاف د ستر سياسي اپوزيشن په نامه،د نظا او د خلکو په خوښه د قانون د پلي کېدو لپاره رامنځ ته شوى،چې غټې موخې يې دادي :
په سياسي ډګر کې :
١- د نظام په ټاکنه کې د اسلام پر اساساتو او منل شويو ملي ارزښتونو او دموکراټيکو کړنلارو ټينګار.
٢-د قدرت د ويش پر بنسټ په سياسي نظام کې بدلون .
٣-د سرتاسري ټول ټاکنو لپاره د يو ډاډمن او د عادلانه او رڼې سرشمېرنې پر بنسټ پر يو مکانېزم ټينګار .
٤-د قانون د واکمنۍ،نظام جوړونې او په افغانستان کې د نظام جوړونې پياوړتيا.
٥-د مشارکتي فرهنگ،د "سياسي- مدني" نهاد په پياوړتيا او د عامه پوهاي د لوړاوي له لارې په سياسي سياليو کې پر اخلاقي معيارونو ټينګار.
٦-د ملي ګټو روښانه تعريف راوړاندې کول او پر بنسټ يې ټينک او همېشني دريځونه نيول .
٧-د يوې فعالې او نوښتي ديپلوماسۍ طرحول،چې : له نړيوالې ترهګرۍ سره د افغانستان د پرېکنده عزم پياوړتيا،پر نړيوالو ميثاقونو اغېزمنه او جدي پايبندي،د ملي ګټو پر محور په سيمه ييزو او نړيوالو مناسبتونو کې د توازن د اصل رعايتول او په سيمه ييزو او نړيوالو تعاملاتو کې د افغانستان د مقام تثبيت به رانغاړي .
٨-د ټولنيز عدالت پر بنسټ د ملي وحدت پياوړتيا .
په اقتصادي ډګر کې :
افغانستان چې په وچې پورې تړلې بايد له مصرفي،بېوزله او بې بنسټه اقتصاده ،د سيمې پر ارتباطي او ډاډمن پل بدل شي،پر خپلو پښو ودرېږي او د بشري او اقتصادي ودې د انکشاف په ټاکليو شاخصونو، له جګړه يز اقتصاد، مخدره توکيو،فساد، او د بې کيفيته توکيو له وارداتو څخه راووځي او د فقر له ليکې راپورته شي او دا چار له لاندې لارو پلي کېدونکى دى :
١-د سياسي،امنيتي،اقتصادي،ټولنيز واقعيتونو او متوازن انکشاف په پام کې نيوو سره د افغانستان د ملي انکشاف د استراتيژۍ تدوين، د ملي لومړيتوبونو په پام نيوي د نړيوالې مرستې د مصرف لپاره د جامع نظارتي سسټم جوړول او ددې وړاندوينه،چې افغانستان ته د امنيتي چارو په سپارنه کې په دې مرستو کې لږوالى راشي .
٢-له داخلي امکاناتو او توانمنديو معقوله او عاجله ګټنه او د هېواد له بشري او طبيعي بالقوه نسبي زېرمو ګټنه،چې دادي :
-د اوبو د زېرمو کابوکول او اوبه ورکونه او کرنه مکانېزه کول .
-د قانون له مخې او د ملي ګټو په پام نيوني د کانونو د سروې او راايستو چار چټکول .
-د هېواد له داخلي توانمنديو د ګټنې لپاره ذهنيت،برنامه جوړول،تبليغ او ترويج،په تېر بيا د نارينه و او ښځينه و فکري او توليدي ځواک .
-د داخلي توليداتو د صنايعو وده .
٣-په لاندې لارو د رغنده سوداګرۍ او ترانزيت رامنځ ته کول :
-د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ لپاره د ملي ظرفيتونو لوړول او په سيمه کې د هېواد له ترانزيتي ونډې معقوله ګټنه .
- د وارداتو او صادراتو په حجم کې انډول .
-د سوادگريزو اوترانزيتي مبادلاتو لپاره د بديلې لار پيدا کول .
-په پايښته بڼه د غذايي موادو او سون توکيو د ملي استراتيژيکو زېرمو ډېرول .
-د انرژۍ،ترانسپورټ او سوداګرۍ په سکتور کې د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ پراختيا .
٤- د لاندې ټکيو په پامنيوي د ازاد بازار ملاتړ :
-د افغانستان د لوړو ګټو په پامنيوي مسووليت او څارنه .
-د توکيواو خدماتو د کيفيت کنترول او د مستهليکنو له حقوقو دفاع .
-بهرنۍ او کورنۍ پانګې اچونې ته هڅونه او له هېواده د ملي پانګې د وتو مخنيوى .
٥-د قوانينو د تطبيق او تنفيذ سمونې په شمول:
- د سيمې له هېوادونو سره پر سوداګريزو او ترانزيتي تړونونو او هوکړه ليکونو يو ځل کتنه .
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريز هوکړه ليک پلي کولو ته پام کول .
- د پانګې اچونې،بانکوالۍ،کانونو او ګمرکاتو پر قوانينو يو ځل کتنه.
په امنيتي ډګر کې :
١-په ملي چارو کې د تفاهم او خبرواترو پر اصل ټينګار .
٢-له ملي امنيته د مشخص تعريف له مخې د امنيتي استراتيژۍ تدوين .
٣-د دفاعي ځواکونو پياوړتيا، چې د هېواد له پولو د خپلواکې دفاع وس لاس ته راوړي
٤-د امنيت په مقوله کې خلکو ته ونډه ورکول .
٥-په وسله والو ځواکونو کې د باتجربه او مسلکي کادرونو استخدامول او د مهارتي تخنيکونو لوړاوى يې .
٦-د هېواد د اقتصادي وضع په پامنيوي د امنيتي ځواکونو تنظيمول .
٧-د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهګرۍ سره ټينگه مبارزه .
٨- په امنيتي چارو کې پر سيمه ييزو هوکړو ټينګار .
٩- په لاندې لارو له مخدره توکيو سره مبارزه :
-د هېواد پر پولو او هوايي ډګرونو کلکه څارنه .
-بديل کښت او له بزرګرانو ملاتړ .
-پر مخدره توکيو د ترياکو او خامو موادو د بدلوونکيو توکيو د راننوتو د مخنيوي په موخه نړيوال ملاتړ لاس ته راوړل .
-کورنيو او بهرنيو قاچاق وړونکيو ته سخته سزا ورکول .
-له مخدره توکيو سره د مبارزې لپاره بېلابېل مرکزونه جوړول .
-له دولتي ادارو په مخدره توکيو تورن وگړي چاڼول.
په حقوقي ډګر کې :
الف : له اداري فساد سره مبارزه :
په هېواد کې د فساد اصلي جرړه د رياستي نظام په جوړښت او مديريت کې يې ده . ائتلاف ورته لاندې کړلارې لري :
١- د هرې قوې د قانوني صلاحيت په رعايتولو سره د نظام د درې ګونو قواوو تفکيک .
٢- په مياشتيني حقوقو او امتيازاتو کې د تعادل او وظيفوي مصئونيت له لارې د کارمندانو د معيشيتي وضع ښه والى .
٣-د قانون د احکامو يو شان پلي کول .
٤- د ازادې سيالۍ،وړتيا،پوهې او ژمنې پر بنسټ د دولتي مامورينو ټاکل او تقرر .
ب – اداري سمونې:
اداري سمونې د قانون پر واکمنۍ،د امنيت پر تامين او له فساداو لاملونو سره يې په بادوامه مبارزه لاس ته راځي،چې ائتلاف ورته لاندې کړلارې لري :
١-د ملګرو ملتونو د څار ادارو په مرسته په سترو اقتصادي او پراختيايي پروژو کې پلان جوړولو ته د نفوسو پر بشپړې سرشمېرنې ټينګار.
٢-په نړيوالو معيارونو سمبالې بريښنايي د تابعيت تذکرې ورکول .
٣-د تابعيت د تذکرې پر بنسټ د ټاکنو په ملي عمليه کې خلکو ته په وڼدې ورکولو د دولت په سياسي جوړښټ کې برخوالول .
٤-د عامه ادارې په کچه د ټولنيز عدالت تامين .
٥-د اداري سمونو او ملکي خدماتو قوانينو ته بيا کتنه او د دولت د مامورينو د استخدام د بهير سمونه .
٦-د رتبو او معاشاتو د قانون په رعايتولو د کارمندانو د امتيازاتو او حقوقو ټاکل او د دولت د کارمندانو د تقاعد د حقوقو تضمين .
ج-د قضايي سيسټم (ورمنديز غونډال) سمونه :
١-د قضاييه قوې د خپلواکۍ پر خوندېتوب ټينګار .
٢- د قضاتو د "فقهي-قضايي" کچې لوړواى؛په فقهي او قضايي چارو کې د قضايي کادرونو روزنه.
٣-په معاش او هستوګنه کې د قضاتو د ژوند د کچې لوړاوى .
٤-له بډې ورکولو او اداري فساد سره مبارزه .
٥_ د قضايي بهير ساده کول،چې هم "حقوقي-مدني" چارو ته د رسېدگۍ وخت را لږ شي او د کيفيت او اداري بهير له نظره د قانون حاکميت تضمين شي .
٦-د مدني قضاياوو لپاره د ميعاد ټاکل او د هغو دلايلو راوړاندې کول،چې د قضيې بنسټ وي.
٧-د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره برنامې را منځ ته کول او (همداراز) د آزادې دفاع او وکيل نيوو حق اسان تر گوتو کړاى شي . په ټولنيز ډګر کې :
الف –روغتيا
١- د دولت په بودجه کې د روغتيا د ونډې ډېروالى .
٢-د بنسټيزو روغتيايي خدماتو پراخوالې او ورته د ټولو لاسرسي .
٣-پراخ بنسټه تشويقي طرحې او تطبيق يې،چې يو ماشوم هم بې واکسينه پاتې نشي .
٤-د ايډز،انفلونزا او ..... ناروغۍ د مخنيوي لپاره طرح او مخنيوي يې .
٥-د روغتيايي ملي ښوونو کړلار،چې په ښوونيز نصاب کې راونغاړل شي .
٦- ځايي روغتيايي کارمندانو ته د تشويقي حقوقو په پامنيوي په کليو کې د روغتيايي چوپړتياوو ښه کول .
٧-د روغتونونو د چوپړتياوو د کيفيت لوړولو ته پوره پام .
٨-د طبي پرسونل لپاره د لوړو او تخصصي زده کړو د لارو چارو چمتو کول، چې په پايله کې د هېواد په دنننه ارزان بيه معالجوي امکانات په لاسرسي کې وي .
٩-په هېواد کې دنننه د درملنې د چارو د پرمختګ لپاره د بهرنيو طبي پرسونل او تخصصي کادرونو پانګې اچونې ته زمنيه چمتو کول .
١٠-دغير حکومتي او خصوصي روغتيايي مراکزو پر فعاليتونو پياوړې څارنه .
١١-په جدي کنټرول او غوره څارنې د درملو او خوراکي توکيو د کيفيت لوړواى .
ب : مهاجرينو او راستنېدونيکو ته :
١- د مهاجرينو او کډوالو د ستونزو د بنسټيز حل لپاره په کوربه هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د سازمان په مرسته د مهاجرينو او کډوالو د نمايندگيو د کړلارو او د کار د څرنګوالي بيا کتنه .
٢-د نړيوالو او د بشر د حقوقو د هوکړه ليکونو له مخې د مهاجرينو له حقوقو دفاع .
٣- د مهاجرت د نړيوال سازمان، نړيوالو بنسټونو او کوربه هېوادونو په مرسته راستنېدونکيو ته په پلرني ټاټوبي کې د هستوګنې د اسانتياوو چمتو کول او جدي پاملرنه يې .
٤-د راستنېدونکيو د لومړنيو ستونزو هوارى،چې په ښارونو کې بې له کومې همغږۍ د ناچارۍ له مخې ځاى پر ځاى شوي دي .
٥- راستېندونکيو ته د کاري شرايطو چمتو کول او د حقوقي دعواوو يې هوارى .
٦-د راستنېدونکيود مېشتېدو پر مهال په لوى لاس د سيمو د ديموګرافي بدلونه مخنيوى.
٧-د ځاى پر ځاى شويو د هېوادني حقوقو خونديېنه .
ج_ عامه سوکالي :
د هېوادوالو د سوکالي،امنيت او هوساېنې لپاره د ايتلاف کړلارې دادي :
١-د فقر د راکمولو او دبېکارۍ منځه وړو ته د اغېزمنو کړلارو چمتو کول .
٢-د اغېزمن کړاى شويو (اړمنو او بېوزليو) لپاره کاري زمينې چمتو کول، چې د خپلو بنسټيزو حقوقو په خونديېنه وکړاى شي، د ټولنې د کاري غړي په توگه ژوند وکړاى شي .
٣-د تقاعد د صندوق رامنځ ته کول،روغتيايي چوپړتياوې او د بيمې سسټم .
٤-د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د سوکالېزو چوپړتياوو چمتو کول؛لکه :
-د هېواد د پراختيايي او اقتصادي پلانونو له مخې په ټيټه بيه ورته د ځمکې ورکول او د کور جوړونې لپاره ورته د مناسبو پورونو ورکول .
- ورته د ځانګړيو تدريسي او حرفوي کړلارو چمتو کول،چې د هېواد په بيا رغاونه کې برخه واخستاى شي .
٥-د ټولنې د زيانمنېدونکيو لپاره د کار او لازمو ملاتړونو چمتو کول .
د-ښاري چوپړتياوې :
١- د ښاروالۍ د ټاکنو پلي کول او ورته د مسووليتونو او صلاحيتونو ورسپارل .
٢-د ښارواليو د وټيزو بنسټونو د پياوړتيا په موخه د ښاري مالياتو غوره تنظيمول .
٣- ښار مېشتۍ او فرهنگ ته يې هڅه ونه .
٤- ښاري چوپړتياوو او چاپيريال ساتنې ته جدي پاملرنه .
و-ښځمنې :
١-له سره د ښځمنو چارو د وزارت د دندو تعريف.
٢- د ښوونې او روزنې،لوړو او مسلکي زده کړو او په بېلابېلو حياتي ملي چارو کې ښځمنو ته د ونډه ورکولو له لارې د ښځمنو د ځواکونو او وسونو پياوړي کول.
٣- د ښځمنو او په تېره بيا د زيانمنېدونکيو يې د روغتيايي وضع ښه کول .
٤-له تاوتريخوالي او ناوړه دودونو سره ټينگه او پرېکنده مبارزه او د اسلام او د نويو حقوقي ارزښتونو له نظره د کورنۍ د حقوقو په اړه د عامه پوهې لوړواى.
٥- د قانون پر وړاندې د ښځمنو او نارينه و د حقوقو تساوي او د هر ډول تبعيض، توکم او بېعدالتۍ نفې کول .
ه-ځوانان :
١- د هېواد په اداري نظام کې د ځوانانو د جذب په موخه د ځوانانو مهارتونو ته وده ورکول او د علمي او تدريسي بنسټونو تاسيس او پياړوتيا يې .
٢-ځوانانو ته کور دننه او بهر د لوړو زده کړو د چوپړتياوو چمتو کول .
٣-په سياسي،ټولنيزو او فرهنگى چارو کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو زمنيه چمتو کول .
٤-ځوانانو ته د رغنده او اغېزمنو تفريحي،ورزشي او ساتېرۍ د مراکزو جوړول .
د پوهې په ډګر کې :
سره له دې،چې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې څه بدلونونه راغلي؛خو لاندې چارو ته پام نه دى شوى:
١- په پوهنه او لوړو زده کړو کې د کيفيت لوړواي ته .
٢-د تخينيکي او مسلکي ښوونو پياوړتيا او پراختيا او د ساينس،څېړنې او تکنالوجۍ پياوړتيا ته پام نه دى شوى.
٣-د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالى.
٤-د پراختيايي بودجو په لگښت او د استراتيژيکو پلانونو په سر ته رسولو کې .
٥-د سمونو د راوړو په موخه د متخصصو او باتجربه وګړيو ټاکنه .
٦-په دواړو وزارتونو کې د قانون ايښوونې او پاليسي جوړولو په کدرونو کې باتجربه او مسلکي وګړي ټاکل شوي نه دي .
٧-د رغنده او روڼ کار رامنځ ته کول .
٨- د لوړو زده کړو پر مراکزو او خصوصي ښوونځيو د څارنې او ارزونې اغېزمن مکانېزم نشته .
٩-د بريالي هېوادونو له تجربو څخه نه ګټنه .
پورته موخو ته د رسېدو لپاره :
له اړوندو ملي او بهرنيو بنسټونو څخه د پوهنې او د لوړو زده کړو د عالي کميسيون جوړول،چې :
١- په معارف او لوړو زدکړو کې د کيفيت د سمې ارزونې لپاده د نوى حکومت په لومړۍ شپږو مياشتو کې داسې يو کاري پلان جوړ شي چې شته ستوونزي پرې حل شي.
٢-په معارف او لوړو زده کړو کې د مسلکي او تخينيکي زده کړو د ډېروالي کړلار.
٣-د ښوونکيو د روزنې،د دارالمعلمينو او پيداګوژيو د تنظيم او وړ او لايقو ښوونکيو د ستونزې د هواري په موخه د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو ګډه کړلار .
٤-نويو شاملېدونکيو ته د مسلک په غوره ټاکنه کې،د علومو د اساساتو د زده کړې او په چارو کې د شننې د غوراوي لپاره د شپږ مياشتنۍ او يو کلنې دورې را منځ ته کول .
٥-د معارف او لوړو زده کړو د پلانونو بشپړول او نوي کول .
٦-د عالي تحصيلاتو پر باکيفيته اومعياري مراکزو د د دولت د غير ضروري کنټرول او څارنې کموالى .
٧-د مسلکي او عالي معيارونو د رعايتولو په موخه پر خصوصي ښوونځيو او د لوړو زده کړو پر مراکزو د حکومت منظمه څارنه .
د فرهنگ او رسنيو په ډګر کې :
١_د هېواد " تاريخي-فرهنگي" هويت او ميراثونه ته بيا کتنه او بيا پېژندنه او په بستر کې يې نوون او پنځوونه .
٢-د منځلارۍ او اعتدال د فرهنگ دودول او د نورو ملتونو له علمي او فرهنگي لاس ته راوړنو ګټنه.
٣-د افغانستان د ملت د تاريخي وياړنو د خاطراتو تدوين .
٤-د لرغونو آثارو بيا رغاونه او ساتل يې .
٥-د وګړيو د ديني او قانوني پوهاوۍ د لوړواۍپه موخه د خپرونو د کيفيت لوړوالى .
٦-اړينو معلوماتو ته د هېوادوالو د لاسرسۍ د اسانتياوو چمتو کول .
٧-د علمي او هنري آثارو د توليد لپاره کړلار جوړول او د علمي او څېړنيزو آثار د خاوندانو له حقوقو دفاع .
٨-د مسووليت پېژندنې،قانون مندۍ او د ملي ښکارندويانو د درناوي د فرهنگ دودول .
٩- د ګډو ديني،تاريخي،فرهنگي مؤلفو په پياوړتيا د ملي وحدت بنسټونه غښتلي کول .
١٠-د بيان د آزادۍ تضمين، له ازادو او خپلواکو رسنيو ملاتړ او په ټولنه کې د معلوماتو له آزاد بهير ه ملاتړ .
١١-د رسنيو د حقوقي او صنفي بنسټونو له منځ ته راتګه ملاتړ.
١٢- په هېواد کې د هېوادني حقوقو د بنسټيزولو او د ملي فرهنگ د ودې په موخه د دولتي رسنيو ملي کول .
|